د هرات او کنړ ولایتونو د تخنیکي هیئتوتو د ناستو او عملي اقداماتو ترسره کیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۰:۱۳
.

د هرات او کنړ ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې، خپل ناستې جوړې کړې او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.

د هرات ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې چې د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه، د ربات سیمې د دښتې د ځمکو قضیه چې یو شخص یې په اړه عریضه کړې وه، بررسي شوه او د عارض خبرې واوریدل شوې.

یاد هیئت پریکړه وکړه چې ددغه شخص د سندونو او مدارکو په اړه تحقیق او بررسي وشي او له اړوندو ادارو څخه هم معلومات وغوښتل شي.

په دغې ناسته کې، د ګذره ولسوالۍ د زیارت جاه سیمه کې د انګورو د بڼونو موضوع چې د خلکو په تصرف او د حج او اوقاف ریاست د مالکیت ادعا لاندې ده، بررسي شوه.

تخنیکي هیئت د خلکو او د حج او اوقافو د ریاست د استازي خبرې واوریدلې او پریکړه یې وکړه چې د دعوا دواړو لورو ته استعلام وویشل شي ترڅو دغې برخه کې معلومات ورکړي. دغه راز هیئت له یو شمېر نورو مراجعینو سره وکتل او د هغوی خبرې یې واوریدلې.

.

په همدې حال کې، د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت کادستري قطعې چې وړاندې امارتي تثبیت شوي د تطبیق په منظور، د دغه ولایت مرکز د نو آباد کلي لیچګلي ساحې ته ولاړ او د ۹۶۴ قطعې ۳۰ سلنه یې عملاً تطبیق کړه.

دغه راز هیئت په ساحه کې د غاصبینو جدول بشپړ کړ او د ځمکې او د غاصبینو مشخصات یې په جدول کې درج کړل.  دغه راز یاد هیئت په دغې ساحه کې ناسته جوړه کړه او له کمېسیون څخه د استول شویو موضوعاتو په اړه یې بحث وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS