د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۹:۲۴

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب د مخنیوي اړوند د بېلابیلو موضوعاتو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.

هیئت په دغې ناسته کې په سړکانو ولسوالۍ کې د یو شخص موضوع بررسي کړه او یو څلور کسیز ټیم یې د هغې له پاره توظیف کړ ترڅو لازیاتې بررسۍ ترسره کړي او راپور یې راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

په دونهي کلي کې د یو بل شخص د موضوع په برخه کې هم د املاکو مدیر کادستري معلومات وړاندې کړل او یو هیئت توظیف شو ترڅو ساحه له نږدې څخه بررسي کړي او خپل راپور وړاندې کړي.

یاده ناسته کې هیئت د ډنډونو ساحې د ۶۶۶ او ۲۲۰ ګڼو قطعو د غاصبینو سندونو د هغوی د ابرا خط په شمول بررسي کړل چې یاد ابرا خط د مرافعې محکمې لخوا تایید شوی نه دی او په دغې محکمې کې ثبت محفوظ او قیدیت نه لري. په دغې برخه کې پریکړه وشوه چې له غاصب څخه نور سندونه وغوښتل شي او په هغه صورت کې چې سندونه ونه لري د ځمکې د امارتي توب برخه کې ورته قناعت ورکړل شي او که قناعت یې و نه کړ موضوع دې کمېسیون ته راجع شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS