پروان ولايت کي څه دپاسه ۱۳۱ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت شوه
د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنيکي هیئت، د شعبان میاشت په ۲۲ نېټه د سه شنبې په ورځ ددغه ولایت د بګرام ولسوالۍ د خم کلان ساحې اړوند نکاح خیل کلي ته ولاړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد برخه کې، عملي اقدامات ترسره کړل.
یاد شوي تخنیکي هیئت د ٧٣ تنو غاصبینو پر کورونو او کرنیزو ځمکو خپل بررسي ترسره کړې چې ددغې بررسۍ په ترڅ کې ۱۳۱.۸۶ جریبه ځمکه يې امارتي تشخيص او تثبيت کړه. دغې ساحه کې غاصبینو د ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه پورته کړې او دغه راز ځینې ځمکې یې پلورلي دي.
یاد شوي هیئت ددغې ساحې تصفیې له پاره د غاصبینو جدول ترتیب کړ او د ١٨٢٧ کدستري قطعې ختیځې پولې هم معلومې کړلې او ټینګار یې وکړ چې د مسعود ښارګوټي د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې جدي اقدام وشي.
