پروان ولايت کي څه دپاسه ۱۳۱ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت شوه

hayat_admin
Wed, Mar 15 2023 2:28 PM
.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنيکي هیئت، د شعبان میاشت په ۲۲ نېټه د سه شنبې په ورځ ددغه ولایت د بګرام ولسوالۍ د خم کلان ساحې اړوند نکاح خیل کلي ته ولاړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد برخه کې، عملي اقدامات ترسره کړل.

یاد شوي تخنیکي هیئت د ٧٣ تنو غاصبینو  پر کورونو او کرنیزو ځمکو خپل بررسي ترسره کړې چې ددغې بررسۍ  په ترڅ کې ۱۳۱.۸۶ جریبه ځمکه يې امارتي تشخيص او تثبيت کړه.  دغې ساحه کې غاصبینو د ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه پورته کړې او دغه راز ځینې ځمکې یې پلورلي دي.

یاد شوي هیئت ددغې ساحې تصفیې له پاره د غاصبینو جدول ترتیب کړ او د  ١٨٢٧ کدستري قطعې ختیځې پولې هم معلومې کړلې او ټینګار یې وکړ چې د مسعود ښارګوټي د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې جدي اقدام وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS