د جوزجان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۴:۵۱
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شعبان میاشت په ۱۹ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

دغې ناسته کې په مرنجان، سه شنبه (د ترکستان ښارګوټی)، منګوتي، د افغان ګاز تصدۍ او د جوزجان ولایت د خواجه دوکو، قوشتپه او مرکز ترمنځ د عامه مرعی ځمکې د ساحې په اړه د موظف شوي ټیم راپور وړاندې شو او موظف ټیم ته دنده وسپارل شوه چې د یاد شویو ساحو ټول اصولي سندونه او څېړنې بشپړې کړي او د راپور په ترڅ کې تخنیکي هیئت ناسته کې یې وړاندې کړي.

.

دغه راز یاد شوي تخنیکي هیئت د ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د ادارو د غصب شویو ځمکو استول شوي جدولونو په اړه د تخنیکي هیئت د سکرتریت راپور واورید او تصمیم ونیو چې له یادو شویو ادارو څخه استول شوي جدولونه د ډاډمنتیا او اجراآتو په غرض مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز تخنیکي هیئت د امارت د قضایاو راپور له محکمو څخه د استول شویو دوسیو په اړه بررسي کړ. ددغه راپور په اساس د جوزجان ولایت د مرکز په پمخانه (قره قینت) کلي کې ۱۶۴ جریبه ځمکه او د کرنې د ادارې  ۵۱۸ جریبه ځمکه د خلکو لخوا غصب شوې ده. یاد شوي هیئت مسلکي او فني ټیم توظیف کړ چې  د یادو ساحو څېړنې او اصولي سندونه بشپړ کړي او د راپور په ترڅ کې یې دغه تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS