کاپیسا ولایت کي څه دپاسه ۴۰۰۰ جریبه ځمکه تثبیت شوه
د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې ددغه ولایت د کوهستان حصه اول ولسوالۍ له مشرانو او سیمه ییزو مقاماتو سره د غونډو جوړولو په ترڅ کې، څه دپاسه ۴۰۰۰ جریبه ځمکه په دغې ولسوالۍ کې تثبیت او له غصب څخه یې مخینوی وکړ.
دغه هیئت پر یادې شوې ځمکه له کره سروې او د فني کارکوونکو پواسطه د کدستري نقشې له تطبیق څخه وروسته، د ګلبهار د نساجي شرکت اړونده ځمکې په بشپړ ډول تثبیت او د مشخصو نښو پواسطه نښانې کړې.
د ګلبهار د نساجي شرکت اړوند ساحه کې په مجموعي ډول ۴۰۰۸.۲۵ جریبه ځمکه شامله ده چې کدستري نقشه پرې تطبیق شوه او په بشپړ ډول مشخصه شوه. دغه ځمکه له تثبیت او د غصب له مخنیوي څخه وروسته اړونده ارګان ته وسپارل شوه چې له هغې څخه ساتنه وکړي.
