په کابل ښار کې ۶ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲۰
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د کابل ښار په درېيمې او نهمې ناحیو کې د ۱۲ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکيلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور موضوعات تر بررسۍ لاندې ونيول شول چې په ترڅ کې یې ۶ دارالوکالې د یو شمېر غیر قانوني فعاليتونو له امله وتړل شوې.

همدارنګه نظارتي پلاوي د پاتې نورو دارالوکالو نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د حل په برخه کې یې د هغو متصديانو ته لازمې توصيې وکړې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورونو د کرایي د کنټرول ګډې کمېټې په ټول هېواد کې د معاملاتو لارښوونې څه‌باندې ۱۰۰۰ دفترونه بررسي کړي دي

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د خپل فعالیت د پیل راهیسې په ټول هېواد کې د معاملاتو لارښوونې څه‌باندې زر (۱۰۰۰) دفترونه د کورونو د کرایې د کنټرول او له لوړیدو څخه یې د مخنیوي په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په ننګرهار ولایت کې، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۹مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په څلورمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲۰
Background image

په کابل ښار کې ۶ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د کابل ښار په درېيمې او نهمې ناحیو کې د ۱۲ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه. . .

BACK TO NEWS