په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په ننګرهار ولایت کې، د ربیعالآخر د مياشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په څلورمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورونو د کرایې ورکولو څخه ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال پرتله کرایه یې له لس سلنې څخه ډېره وي.
همدارنګه یادې کمېټې د د جلال آباد ښار د اوسیدونکو شکایتونو ته هم رسېدنه وکړه.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
