د پکتیا ولایت له تخنیکي هیئت سره د عدليې وزارت د سرپرست کتنه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۱۵:۸

د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۱۲ نېټه د شنبې په ورځ پکتیا ولایت ته سفر وکړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت، د والي له مرستیال او ددغه ولایت له نورو سیمه ییزو مقاماتو سره وکتل او خبرې یې وکړي.

دغه ناسته چې د پکتیا ولایت د څارنوالۍ په ریاست کې جوړه شوې وه، د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او په ترڅ کې یې د عدليې وزارت سرپرست د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د دندو، مسوولیتونو، د فعالیتونو او اجراآتو په برخه کې د ستونزو او ننګوونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وویل چې د ځمکې د غصب مخنیوی هغه وخت شونی دی چې اړونده ادارې او امارتي ارګانونه په خپلو کې همغږي ولري او په چارو کې روابطو او خپلويو ته نه بلکې ضوابط او د افغانستان د اسلامي امارت قوانینو او مقررو تطبیق ته لومړیتوب او اهمیت ورکړي.

د عدليې وزیر د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت غړو ته ډاډ ورکړ چې په هر راز سختیو او ستونزو کې به له دغه هیئت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د یادې ناستې په لړ کې د تخنیکي هیئت غړو هم خبرې وکړي او ددغه هیئت د اجراآتو، ستونزو او ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS