بلخ ولایت کې ۱۱۶۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۳:۴۷
.

د بلخ ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوی د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هم په یاد ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وشوه.

په یاده ناسته کې، د کرنې څيړنیز فارم د ساحې د بررسۍ په برخه کې د هیئت ستونزې بیان شوې او د کرنې او ښاروالۍ ادارو ته استعلام ورکړل شوو ترڅو معلومات وړاندې کړي. له استیناف محکمې څخه د رسیدل شوې دوسیو په اړه  هم بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شوو.

په دغې ناسته کې، د یو شخص وکیل هم غونډې ته حاضر شو او هغه ته د دشت شور ساحې د ۳۰۰ جریبه ځمکې په اړه معلوماتي استعلام ورکړل شو او له نوموړي څخه د زمیندارۍ د قبالو اصل وغوښتل شو. د ترکمن علي خاني پروژې وکیل هم دغې ناستې ته حاضر شو او نوموړي ته استعلام ورکړل شو.

.

یاد شوي هیئت د مزار شریف د آبدي کوتل په جنوب کې د بې ځایه شویو پروژې ته ولاړ او ددغې پروژې ۱۱۶۳ جریبه ځمکه چې د کادستر ۳۴ قطعه کې شامله ده، د رسنیو په حضور کې امارتي تثبیت کړه. ددغې پروژې سندونه وړاندې د هیئت لخوا بررسي شوي وو.

یاده شوې ځمکه د ۱۳۵۳ کال له سندونو سره سم د امارت ملکیت دی او هیئت جوړې شوې څلور دیوالۍ پکې ویجاړې کړې او دغه ځمکه یې د کرنې ریاست ته وسپارله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS