بغلان ولایت کې ۱۸۱۰۰۰ جریبه ځمکه عامه مرعی تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۰:۲۱
.

د بغلان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ګبر دښتي ولسوالۍ ته ولاړ او ۱۸۱۰۰۰ جریبه ځمکه یې عامه مرعی تثبیت کړه.

یاده ساحه کې مالدارانو عامه مرعی ځمکې په خپل سر توګه خپلو کې ویشلي او د تاسیساتو په جوړولو یې لاس پورې کړی وو.

تخنیکي هیئت له هغو افرادو او اشخاصو سره چې دغه ساحه یې تصرف کړې، لیدنه وکړه او د عامه مرعی ځمکو په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې. یاد شوي هیئت هغوی ته غوږ وهنه وکړه چې هیڅوک حق نه لري عامه مرعی ځمکې د بلې موخې له پاره وکاروي. یادو شویو مالدارانو ژمنه وکړه چې نور د قانون خلاف کار نه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS