د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې څه دباندې ۳۵۸ جریبه ځمکه تصفیه شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۵:۲۵
.

د پروان او خوست ولایتونو د د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو دغو ولایتونو کې د ځینو غصب شویو ساحو څخه لیدنه وکړه او په یادو ولایتونو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.

د پروان ولایت تخنیکي هیئت د بګرام ولسوالۍ خم کلان ساحې ته ولاړ او دغې ساحه کې د څینزي او ناصري قوم د ځمکو د قطعې شمېره، مساحت، موصوبه، حدود، د غاصبینو شهرت، د تاسیساتو ډول او اوسنۍ بیې مشخصې کړې.

یاد شوي هیئت وشو کولای چې د کار په ترڅ کې ۳۵۸.۹۸۶ جریبه ځمکه او کورونه په دغې ساحه کې تصفیه کړي.

.

په همدې حال کې د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد هیئت د مرکز اړوند د هارونخیل له ساحو او د علیشیر تریزيو ولسوالۍ له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت  ۷۶۵۵ جریبه ځمکه په چرګوتي او ببرک تانه ساحه کې بررسي کړې او په ساحه کې یې هر ډول نوي تصرفات مطلقاًُ بند کړل.

دغه هیئت له ځايي اوسیدونکو څخه وغوښتل چې د خپل د ملکیت سندونه د لازیاتو اجراآتو له پاره تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS