د بدخشان او کاپیسا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۰
.

د بدخشان او کاپیسا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې او د ځمکې د د غصب د مخنیوي په برخه کې، بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شوو.

د بدخشان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د بهارک ولسوالۍ د کوکچه حصار دښتې د سروې او تثبیت د پیل په اړه چې له ۳۰ کلنو راهیسۍ د ځمکو د مافیا لخوا په خلکو پلورل شوې، بحث او د نظر تبادله وشوه. یاد هیئت ددغې ساحې د استازو سندونه هم بررسي کړل خو د هیئت د تایید وړ و نه ګرځېدل.

په دغې ناسته کې، د تثبیت شوه ساحو د برخلیک او د روانۍ اوونۍ د عمل پلان په اړه بحث وشو او دغه راز پریکړه وشوه چې هیئت ددغه ولایت مرکز د شپږمې ناحیې د قرغ دښتې اړوندو اوسیدونکو سره کتنه وکړي او د غصب شوو ساحو او له تخنیکي هیئت سره د هغوی د همغږۍ په اړه خبرې وکړي.

دغه راز پریکړه وشوه هغه ساحې چې د تخنیکي هیئت لخوا امارتي، وقفي او څړځای تثبیت شوي او متصرفین يې هم هیڅ ډول سندونه نه دي وړاندې کړي، اړوند ادارې خپل ملکیت د خپل د املاکو اساس په کتاب کې ثبت کړي او له هغو څخه ساتنه وکړي.

دغه راز یاد هیئت امنیه قوماندانۍ او یو شمېر ولسوالیو ته لیک واستوه تر څو د امارتي ځمکو د بیاځل غصب څخه مخنیوی وکړي.

.

په همدې حال کې د کاپیسا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت احمد بیک دښتې ته ولاړ  او د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.

یاد شوي هیئت د احمد بیک دښته له نقشې سره سم بررسي کړه. ددغې ساحې په ځینو برخو کې خلکو پخپلسر انګړونو او للمي ځمکې جوړې کړي ددغې ساحې له اوسیدونکو څخه مخکې سندونه غوښتل شوي وو خو تر دې دمه هغوی هیڅ ډول سندونه نه دي وړاندې کړي.

دغه هیئت پریکړه وکړه هغه ساحې چې مخکنۍ میاشت کې په دقیق ډول امارتي تثبیت شوي وې، له غاصبینو څخه بېرته واخیستل شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS