کاپیسا ولایت کې ۹۲۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۰:۵۹
.

د کاپیسا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت خپله ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه کړه او ددغه ولایت د کوهبند ولسوالۍ د ریګ روان او سرکاري سیمو له اوسیدونکو سره وکتل.

یاد هیئت ددغو سیمو اوسیدونکو ته د عالیقد امیرالمومنین حفظه الله د فرمان او د اړوند مقررې په اړه معلومات ورکړل او له یادو اوسیدونکو څخه د هغو ځمکو په تړاو سندونه وغوښتل چې د مالکیت ادعا يې لري، تر څو د بررسۍ لاندې ونیول شي.

د راپور پر بنیاد،  تخنیکي هیئت خپل عملي کار په ریګ روان دښته کې بشپړ او مشخصه کړې چې دغې ساحه کې امارتي ځمکې په دفترونو کې له ثبت شوو ارقامو څخه زیاتې دي.

یاده سیمه کې نږدې ۹۲۲ جریبه ځمکه د هیئت لخوا امارتي تثبیت شوې چې ۲۴۷ جریبه يې هدیرې، جوماتونو، مدرسو، کلینیک، پارک او ورزشي جمنازیوم له پار ده او ۱۷۵ جریبه نوره یې د ۱۹۵ تنو لخوا غصب شوې او کورونه پرې جوړ شوي دي. د یادې ځمکې ۵۰۰ جریبه چې د یو شمېر خلکو لخوا غصب شوې، رسماً استرداد شوه او د ځمکو ادارې ته وسپارل شوه.

.

په همدې حال کې، د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت دغه ولایت کې له ځینو برخو څخه لیدنه وکړه او امارتي ځمکې يې په هغو کې تثبیت کړې.

یاد هیئت د بګرام ولسوالۍ د دویمې برخې د لومړۍ ګرارۍ څخه لیدنه او بررسي وکړه او ۳۷۴.۶ جریبه ځمکه يې امارتي تثبیت کړه. د بګرام ولسوالۍ دویمې برخه کې یو شمېر قطعې د ګاډي قوم لخوا تصرف شوې وې چې ۱۹۵.۱۷ جریبه امارتي ځمکه دغو قطعو کې هم شامله ده.

ددغې ساحې دوغ آباد برخه کې هم ۱۲۳.۷۸ جریب امارتي ځمکه د نکاح خیلو او ګران شاخ قومونو لخوا غصب شوي او کورونه او کرنیز تاسیسات پرې جوړ شوي دي.

.

پر دې سربېره،  د لوګر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته دددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د عدليې وزارت له لوري د مسترد شوې دوسیې په اړه چې د لوګر د مرکز اړوند د هوني سفلا سیمې سندونه پکې ځای پر ځای شوي وو، پکې بحث وشو.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د حج او اوقافو ریاست د رییس په مشرۍ یو ټیم ساحې ته ولاړ شي او هغه غصب شوې ځمکې چې تاسیسات پرې جوړ شوي بررسي او مشخصات یې په جدول کې درج شي ترڅو بیا ځل له پاره کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز پریکړه وشوه چې، هغه ادارې چې ځمکې یې غصب شوي، په لیکل شوي ډول تخنیکي هیئت ته د خپلو ځمکو په اړه معلومات وړاندې کړي. د ۱۴۰۲ کال پلان په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې راتلونکې ناسته کې به یاد پلان کمېسیون ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS