ننګرهار ولایت کې ۱۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۴:۵۱
.

د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت د دوو تېرو ورځو په لړ کې ددغه ولایت په مهمند درې ولسوالۍ کې ۱۰۰ جریبه ځمکه چې د یو شخص لخوا په غیر قانوني ډول تصرف شوې وه، امارتي تثبیت کړه او یاده ځمکه اسلامي امارت ته وسپارل شوه.

دغه راز یاد هیئت د جلال آباد ښار له شهر کهنه څخه لیدنه وکړه. په دغه ښار کې د عبدالله بن جابر د جومات ملکیت له ختیځ او لویدیځ خوا د خلکو لخوا غصب شوې او د جومات تر شاوخوا د خلکو لخوا پخپلسر کورونه جوړ شوي دي. دغه سیمه د ابتدایه او مرافعه محکمې د حکم پر اساس د اسلامي امارت په ګټه فیصله شوې ده او د هغه د جوړولو کارونه به ډېر ژر پیل شي.

.

په همدې حال کې، د پکتیکا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د ښرنې ښار د ډب غاړې ځمکې، د خیرکوټ ولسوالۍ د کټه سنګ ځمکې او یوسف خیل ولسوالۍ کې د دریو اشخاصو د ځمکې په اړه بحث او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز په دغې ناسته د ځینو اشخاصو عریضې چې تخنیکي هیئت ته وړاندې شوې وې، بررسي شوې.

.

پر دې سربېره، د کابل ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په چټکتیا سره د کارونو اجرا او د مقاماتو د لارښوونو پر عملي کولو بحث او خبرې وشوې. په دغې ناسته کې د لګښتونو پر کنټرول، د تېرې اوونۍ د راپور جوړولو او د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون ته یې د استولو په اړه هم ټینګار وشو.

دغه راز په دغې ناسته کې د راتلونکې اوونۍ له پاره د کاري پلان پر جوړولو او د بررسۍ له پاره د مهمو سیمو ټاکلو، په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS