خوست ولایت کې ۱ زرو ۷۶۱ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۴ - ۱۳:۳۲
.

د خوست ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هېئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه هم لیدنه وشوه.

دغه هیئت د خوست  ولایت په مرکز کې کاروان سرای او کرم کلي ته ولاړ او ۱ زرو ۷۶۱ جریبه ځمکه یې امارتي تثبیت کړه او غاصبانو ته یې هم خبر ورکړل شو چې په ټاکل شوې ورځ تخنیکي هیئت ته حاضر شي.

دغه راز هیئت د اسماعیل خیلو اړوند علیوات کلې او ددغه ولایت د مندوزيو خلکو ترمنځ د هدیرې د سیمې پرسر شخړه بررسي کړه او د شخړو له لورو سره یې خبرې وکړې.

دغه راز یاد هیئت د یادې هدېرې په سیمه کې د یو شخص د ودانۍ جوړولو چارې ودرولې او یاد شوی شخص یې کرنې ریاست ته جلب کړ.

.

په همدې حال کې، د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هېئت د رییس او غړو  او د خانقاه ملکي کلي د یو شمېر مشرانو په حضور سره جوړه شوه. دغه اشخاص د څړځای ۴۸۷۲ جریبه ځمکې د غیر قانوني تصرف په پار چې د هغې د استرداد کار پیل شوی، احضار شوي وو.

د خانقاه ملکي کلي ملک او سپین ږيرو په دغه کلي کې څو سندونه او اظهار نامې د ۵۴ جریبه للمې ځمکې په تړاو وړاندې کړې او څرګنده یې کړه چې هیڅ ډول شرعي او رسمي سند نه لري.

یاد هیئت، هغه شخص چې ددغه ولایت په سید آباد کې یې ۲۲۱ جریبه د څړځای ځمکه چې د امارت د قضایاو د آمریت لخوا د هغې له استرداد سره تر کښت او کر لاندې نیولې وه، غونډې ته احضار کړ. په پایله کې مشخصه شوه چې  یاد شخص د خس بري ورقې (اظهار نامې) درلودلو په دلیل دغه ځمکه تر کښت لاندې نیولې ده.

تخنیکي هیئت د هغه کار حرام او د شریعت خلاف وباله او هغه ته یې توصیه وکړه چې له څړځایونو څخه باید ساتنه وشي

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د غیر قانوني متصرفینو سندونه او د سرپل ولایت د مرکز په نوروز تپې کې د ۷۴ جریبه مرعی ځمکې د غصب څرنګوالی هم بررسي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲
Background image

په لغمان ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه ګډ نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه وتړل شول

 د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

BACK TO NEWS