د شمال زون د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د امرینو او کارکوونکو د څلور ورځني سیمینار پای

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۲:۱۵
.

د شمال زون د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د امرینو او کارکوونکو څلور ورځنی سیمینار د جمادي الاول میاشت په  ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسید.

په دغه سیمینار کې چې د بلخ ولایت په عدلیې ریاست کې د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست لخوا جوړ شوی وو د بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو د عدلیې ریاستونو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو، په اداري او مسلکي برخو کې يې موضوعات زده کړل.

 په دغه سیمینار کې د ادارې او مدیریت اساسات، د پلان د طرحې او ترتیب څرنګوالی، د عدليې وزارت پېژندنه، اداري مراسلات او د اداري اجراآتو اصول نامه، تدریس شوه.

.

ددغه سیمینار د پای په مراسمو کې، د یاد ولایت د عدلیې رییس مولوي امرالله مصلح ددغه سیمینار له جوړونکو څخه مننه او قدرداني وکړه او له ګډونکوونکو څخه يې چې په لیوالتیا او رښتینولۍ سره په دغه سیمینار کې ګډون کړی وو، مننه وکړه.

د بلخ ولایت د عدليې رییس وویل ددغه راز سیمینار جوړول د چارو په ښه والي او د کارکوونکو د وړتیا د لوړولو په برخه کې اغیزمن دي. نوموړي د شمال ولایتونو د عدليې ریاستونو له آمرینو څخه وغوښتل چې په دغه سیمینار کې له خپلو زده کړو څخه د چارو د لا ښه والي له پاره ګټه پورته کړي.

د جزا د دیوان رییس هم ددغه سیمینار له جوړونکو څخه مننه وکړه او هغه هيله څرګنده کړه چې، دغه سیمینار به د ادارو د چارو د ښه والي برخه کې اغیزمن تمام شوی وي.

.

د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت د لوړولو آمر مفتي احمد ضیا خبیب هم ددغه سیمینار د جوړولو د موخې په اړه خبرې وکړي، ويې ویل چې ددغه ډول سیمینار جوړولو موخه خلکو له پاره د ښو خدمتونو وړاندې کول دي.

په دغو مراسمو کې له ګډونوالو څخه یو تن هم د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په راتلونکو کې یې هم د دغه ډول سیمینار د جوړیدو غوښتنه وکړه.

دغه سیمینار د هغه ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS