د غور ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۱۳:۳۴
.

د غور ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۱۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې رییس مولوي محمد ابراهیم سلطاني په مشرۍ او د دغه ریاست د امرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې په کاري چارو کې د عدل رعایت او د ظلم مخنیوي، منظمه راپور ورکوونې، د امارت د قضایاو اړوند د کار لاندې قضیې، د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کوولو پیاوړتیا، د معاملو د لارښوونې او د عرېضې د لیکونکو د دفترونو نظارت او د نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د غور عدلیې رییس په کاري چارو کې اسلام له لارښوونو سره سم د عدل په رعایت او د ظلم د مخنیوي په اړه ټینګار وکړ او له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې دغه مهمه موضوع په پام کې ونېسي. دغه راز هغه ټینګار وکړ چې کارکوونکي خپل سیرت او صورت له نبوي (صل الله علیه وسلم) سنتو سره سم عیار کړي او خپل لمونځونه په جماعت سره ترسره کړي.

.

دغه راز هغه د یاد ریاست له امریتونو څخه وغوښتل چې خپل کاري ګزارش په اوونیز او میاشتني ډول وړاندې کړي. د عدليې رییس د ولسوالیو د حقوقو مدیرانو له پاره د زده کړییزې برنامې جوړولو د ضرورت په اړه ټینګار وکړ او دغې برخې کې یې لازمې لارښوونې ورکړې.

نوموړي د خلکو په اړه د عریضي  د لیکلو ستونزې ته اشاره وکړه ویې ویل چې هڅه دې وشي عریضه لیکونکو ته په دغې اړه غوږ وهنه وشي چې د عارض د سرګردانۍ سبب ونه ګرځي که نه نو د هغو عریضه لیکونکو جواز به لغو شي چې په عمدي ډول د عریضو په لیکنه کې غفلت کوي.

دغه راز نوموړي د انسجام امریت ته دنده وسپارله چې په دغه ولایت کې وخت په وخت د معاملو د لارښوونو له دفترونو څخه سم نظارت وکړي.

د غور ولایت د عدلیې رییس د خلکو دبې وزلې د وضعیت له خلکو سره د وړیا حقوقي مساعدتونو د اړتیاو په اړه په هم خبرې وکړې ویې ویل چې د حقوقي مساعدتونو امریت دې هڅه وکړي چې په محکمو او نور عدلي او قضایي مراجعو کې د بې وزله خلکو ډېرې قضیه د دفاع له پاره په غاړه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS