د پروان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه
د پروان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ربیع الاول میاشت په ۲۸ نېټه د دوشنې په ورځ د عدليې رییس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د دغه ریاست د امرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې چې د کلام الله مجید د څو ایتونو په تلاوت سره پېل شوه؛ د عدليې رییس د دغې ناستې ګډوانوالو ته ښه راغلاست وویل او هغوی ته یې توصیه وکړه چې د اسلامي امارت ارزښتونو او فرمانونو ته ژمن اوسي.
هغه د دغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل صورت او سیرت له اسلامي شریعت سره عیار کړي.
دغه راز نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې له اصولو سره سم د مراجعینو غوښتنو ته رسیده ګي وکړي او کارونو کې خنډ رامنځته ته نکړي.
