د کنړ ولایت د عدليې ریاست د قضیو د ثبت مدیر معرفي شو

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۱:۴۳
....

د کنړ ولایت د عدليې رییس مولوي عبدالستار حماس د ربیع الاول میاشتې په ۱۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ریاست د قضیو د ثبت نوی مدیر د دغه ریاست امرینو او کارکوونکو ته معرفي کړ.

په هغې ناسته کې چې د کنړ ولایت په عدليې ریاست کې په همدې منظور جوړه شوې وه، د عدليې رییس د دغه ریاست امرین او کارکوونکي خپلو کارونو ته متوجې کړل او د هغوی  د دندو او مسوولیتونه په اړه یې لازمې لارښووني او توصیي وکړې.

1

نوموړي د دغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې خپلو کارونو کې غفلت و نه کړي او خلکو ته د شریعت او د اسلامي امارت د پالیسۍ په چوکاټ کې غوره خدمتونه وړاندې کړي. دغه راز نوموړي د دغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د خلکو پر وړاندې خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS