د عدلیې وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت سره وکتل

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۱۴:۵۴

د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ربیع الاول میاشتې په ۱۳ نېټه د یکشنبې په ورځ؛ افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت سره د دغه وزارت په مقر کې وکتل.

په دغې لیدنه کې دواړو لور د قوانینو جوړولو، د بشر حقونو، نړیوالو میثاقونو او معاهدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، ښځو له پاره د کار د اجازې ورکولو او افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د بیا فعالولو په اړه خبرې وکړې.

په دغې کتنه کې، د قوانینو د چمتو کولو په اړه چې په دغې اړه څومره کار شوی بحث او خبرې وشوې.

دغه راز د عدليې وزیر د نړیوالو میثاقونو او معاهداتو په اړه او دا چې اسلامي امارت تر کوم حد پورې د دغو میثاقونو او معاهداتو رعایتولو ته ژمن دی، وویل چې اسلامي امارت د هغه شمېر نړیوالو میثاقونو او معاهداتو رعایتولو ته ژمن دی چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي او هیڅ بنسټ نشي کولای چې په اسلامي امارت داسې څه په زور تحمیل کړي چې د شریعت خلاف وي.

ښاغلي شرعي په اسلام کې د بشري حقونو رعایتولو او ښځو له پاره د کار کولو د اجازې په اړه وویل چې اسلام حتی حیواناتو له پاره حقوق په پام کې نیولي دي. نوموړي زیاته کړه: «کوم حقونه چې اسلام بشر ته په ځانګړي توګه د ښځو له پاره ورکړي په هیڅ دین او هېواد کې هغوی ته نه دې ورکړل شوي».

په دغې کتنه کې د عدليې وزیر، ترهګرۍ سره مبارزه د اسلامي امارت مسوولیت وباله او ويې ویل چې اسلامي امارت د ترهګرۍ مخالف دی او له ترهګرۍ سره عملاً په مبارزه کې دی. هغه په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې هم یادې کړې او له نړیوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې دغه لاسته راوړنې له پام څخه و نه غورځوي.

د عدليې وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور مهم وباله او د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي څخه یې وغوښتل چې د راپور په جوړولو کې عدالت او حقایق په پام کې ونیسي او بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې په کې شاملې کړي ترڅو د سیاسي او اقتصادي فشارونو د پای ته رسولو او د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې ګټور تمام شي. دغه راز هغه له ښاغلي بنت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې خپل دفتر فعال کړي.

په پای کې، د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ژمنه وکړه چې له عدليې وزارت سره به د تخنیکي مرستو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS