د عدلیې وزارت د تقنین رئیس د پاکستان د سفیر له مرستیال سره وکتل
د اسلامي امارت د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څیړنو د چارو د انستیتوت لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده د روان هجري لمریز کال د غویي د میاشتې په ۲۷ نيټه د سه شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفیر له مرستیال اسد عباس سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې کتنه کې چې د امارت د قضایاو د لوی رئیس، د بهرنیو چارو وزارت د استازي او د افغان ملي بانک د استازي په شتون ترسره شوه، د پاکستان په پېښور کې د افغان ملي بانک د جایداد د قضیې په اړه خبرې وشوې.
په دې کتنه کې د پاکستان په پېښور کې د افغان ملي بانک د جایداد د سوابقو په اړه پاکستاني لوري ته مفصل معلومات وړاندې شول او له هغوی څخه وغوښتل شول دغې قضیې ته د یوې مناسبې حل لارې رسیدو په لاره کې همکاري وکړي.
د پاکستان د سفیر مرستیال ژمنه وکړه چې د افغاني لوري معلومات او غوښتنې به د پاکستان له مقاماتو سره شریکې کړي چې د دغې قضیې له پاره یوه مناسبه حل لاره و لټول شي.
