د عدلیې وزارت د تقنین رئیس د پاکستان د سفیر له مرستیال سره وکتل

waheed
Wed, May 18 2022 2:50 PM

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څیړنو د چارو د انستیتوت لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده د روان هجري لمریز کال د غویي د میاشتې په ۲۷ نيټه د سه شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفیر له مرستیال اسد عباس سره وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې کتنه کې چې د امارت د قضایاو د لوی رئیس، د بهرنیو چارو وزارت د استازي او د افغان ملي بانک د استازي په شتون ترسره شوه، د پاکستان په پېښور کې د افغان ملي بانک د جایداد د قضیې په اړه خبرې وشوې.

په دې کتنه کې د پاکستان په پېښور کې د افغان ملي بانک د جایداد د سوابقو په اړه پاکستاني لوري ته مفصل معلومات وړاندې شول او له هغوی څخه وغوښتل شول دغې قضیې ته  د یوې مناسبې حل لارې رسیدو په لاره کې همکاري وکړي.

د پاکستان د سفیر مرستیال ژمنه وکړه چې د افغاني لوري معلومات او غوښتنې به د پاکستان له مقاماتو سره شریکې کړي چې د دغې قضیې له پاره یوه مناسبه حل لاره و لټول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS