پنجشیر ولایت کې څه باندې ۱۰ جریبه ځمکه وقفي تثبیت شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۱:۲۹
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت په آبشار ولسوالۍ کې کابو۱۰.۶۸ جریب ځمکه وقفي تثبیت کړه.

یاد هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۳۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د پنجشیر آبشار ولسوالۍ ته سفر وکړ. هیئت د یادې ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو له اوسیدونکو سره وکتل او خبرې ورسره وکړې او هغوی ته یې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې تخنیکي هیئت ساحې بررسي کړه او ۱۰.۶۸ جریبه ځمکه یې د آبشار ولسوالۍ په دوست علي خیل کلي کې وقفي تثبیت کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS