یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۱:۴۲
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د رجب المرجب د میاشتې په ۱۶ نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوو او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو په کې برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی یې خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

په دغو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته د هغوی له مکلفیتونو او له دغې دندې سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۲ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

یاد ریاست تېره اوونۍ هم ۱۰ تنو غوښتونکو لپاره د عریضه لیکنې د فعالیت جوازلیکونه چمتو کړي او ویشلي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۴۲
Background image

په باميان ولایت کې د کابو ۴۸۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د باميان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

په کندز ولايت کې د ۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې تشخیص کېدل

 د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه کړه.
تخيکي هيئت په دې ناسته کې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې د ۱۶۵۴ جریبه ځمکو د دوسیو بررسي کېدل

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د چمتال ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS