پکتیکا ولایت کې نږدې ۲۱۶۸۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۹ - ۱۰:۵۹
.

د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هم دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.

د عمران خیل او امني خیل قومونو استازی چې د ښرنې مرکز کې پر ۱۰۰ قطعې دعوا لري ناسته کې حاضر شول او ویې ویل چې له دغو ځمکو څخه سندونه لري. یاد هیئت یاد استازي ته استعلام ورکړ ترڅو ځواب وړاندې کړي.

دغه راز هیئت یاده ځمکه له نږدې څخه وکتله او دغې سیمه کې ایښودل شوي کانتینرونه او د تیلو یو ټانک هم بند کړ.

د ښرنې مرکز کې د معلمینو ښارګوټي کارونه چې نږدې ۵۰۰ جریبه ځمکه پکې شامله ده تر دې دمه پیل شوي نه دي خو یو شخص پکې پخپلسر تصرفات پیل کړي چې کار یې بند شوی او یاده ځمکه آزاده شوه.

یاد هیئت د تاوکچي ، نیکزنو او کمکي قره باغ له ځمکو څخه هم لیدنه وکړه او پایله کې ۲۱۶۸۳ جریبه ځمکه دغو سیمو کې امارتي تثبیت او تصفیه کړه. د یادې سیمې ۶۰۰ جریبه ځمکه مخکې په اجاره ورکړل شوې وه او نوي تصرف پکې بند شول.

.

په همدې حال کې، د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د هیئت رییس کابل ولایت ته د خپل د سفر کاري راپور پکې وړاندې کړ.

هیتئت د متون کنډي خلکو له مشرانو سره د ځمکې د غصب په اړه خبرې وکړې او هغوی ته يې معلومات وړاندې کړل. دغه راز هیئت د ګربزو ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل او د هغې ځمکې په اړه چې پکې د سکرو د ډبرو د پروسس او بسته بندۍ مرکز جوړیږي، بحث وکړ.

د هیئت یوه ډله چې د صبرۍ ولسوالۍ خلبسات حجروي سیمې ته ولاړ او د ۲۸ جریبه ځمکې په اړه يې د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د رییس له لارښوونې سره سم، اجراآت وکړل.

ددغه هیئت دوه یمه ډله څړبني سیمې ته ولاړ او د خوست ستراتیژیک پلان سره سم هدیرې ته د ۴۱۰ جریبه ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه وکړه او لازم تصمیمونه يي ونیول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲
Background image

په لغمان ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه ګډ نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه وتړل شول

 د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

BACK TO NEWS