پکتیکا ولایت کی د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکی هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۰:۳۲
.

د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوی د تخنیکی هیئت ناسته شعبان میاشت په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د کرنې او مالدارۍ رئیس په مشرۍ او  د یاد شوي تخنیکي هیئت د غړو په حضور سره د کرنی ریاست په مقام کی جوړه شوه.

یاده شوې غونډه د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د تخنیکي هیئت رئیس د تېرې اوونۍ او د ډیلي، خوشامند، جاني خیل، شخیل اباد، بکخیل اوخیرکوټ ولسوالیو کې د تخنیکي اومسلکي ټیم د کړنو په اړه معلومات ورکړل.

دغې ناسته کې د راتلونکې ناستې او ورځو له پاره پلان او عملي طرحه ترتیب شوه. د یادولو وړ ده چې د تخنیکي هیئت کارونه له پلان سره سم ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې روان دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS