په کنړ ولایت کې څه باندې د ۱۵ جریبه غصب شوې امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۸:۳۷

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۶ نېټې د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د کنړ ولایت د تخنیکي هیئت رئیس له تخنیکي هیئت څخه د یو ټیم په ملتیا د یاد ولایت چپې درې ولسوالۍ ته ولاړ او د یاد ولایت دوو تنو ترمنځ تر دعوا لاندې ساحې څخه یې کتنه او بررسي وکړه.

دغه راز له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د یاد ولایت د عدلیې رئیس په مشرۍ د شامکار حکیم آباد کلي ته ولاړ او غصب شوې امارتي ځمکې او د کادستري ټوټو په ۱۵.۱۹ جریبه ځمکې ودان شوي کورونه چې د ۴ تنو غاصبینو له‌خوا جوړ شوي له نږدې وکتل او بررسي کړل.

یاد هیئت د یادې شوې ځمکې مساحت، کروکي، ډول، بیه او اربعه حدود تشخیص او تفکیک کړل او د غاصبینو شهرت یې په جدول کې درج کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS