په کنړ ولایت کې نږدې ۴۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۳:۶
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د یوې کادستري ټوټې په بررسۍ سره، ۳۹.۵ جریبه امارتي ځمکه تشخیص او تثبیت کړه.

د یاد هیئت یو ټیم د شعبان د میاشتې په ۱۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د څوکۍ ولسوالۍ کلماني ساحې ته ولاړ او د کادستري ۱۱۹۸ امارتي ټوټه یې بررسي کړه. هیئت په دې بررسۍ سره ۳۹.۵ جریبه ځمکه چې ۷۹ تنو غاصبینو له خوا په دې امارتي ټوټه کې غصب شوې وه، تثبیت کړه او د غاصبینو شهرت یې په جدول کې درج کړ.

له بلې خوا د تخنیکي هیئت یو ټیم د یاد ولایت د کرنې  په ریاست کې د یوې ناستې په جوړولو سره، د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې بررسي کړې او په دې هکله یې لازم تصامیم ونیول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS