په کندز ولایت کې ۱۵ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۹:۵۳
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت په یوې ناسته کې چې د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ یې جوړه کړه، د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو په بررسۍ سره، د یاد ولایت په مرکز کې ۱۵ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخیص کړه.

یاده ځمکه د دغه ولایت د مرکز د کیله چي ساحې د ۲۷ جریبه ځمکې په دوسیه کې شامله ده چې ۱۵ جریبه تثبیت شوې ځمکه یې د سیند برخه او امارتي ده. هیئت د یادې ساحې د پاتې ځمکې په برخه کې لازمې لارښوونې صادر کړې.

په دې ناسته کې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې د ۱۹۱ جریبه نورو ځمکو دوسیې هم بررسي شوې او په دې هکله لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS