په کندز ولایت کې د ۵۷ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۱:۳
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ربیع الاول د میاشتې په ۱۶ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په یاده ناسته کې، د ګل تپې ولسوالۍ د شادولا عسقلان ساحې د ۵۷ جریبه ځمکې دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او د هغې له غیرشرعي متصرفینو څخه د ځمکې د امارتي توب د اعتراف له اخیستلو څخه وروسته یاده شوې ځمکه استرداد شوه او لارښوونه وشوه چې راپور یې مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

په همدې توګه په یاده ناسته کې د حضرت امام صاحب ولسوالۍ په قطربلاق جان ساحې کې د حج او اوقافو ریاست اړوند د ۲۰ جریبه وقفي ځمکې د ملکیت دوسیه چې د استوګنې کورونه پرې ودان شوي، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او د هغې د غیرشرعي متصرفینو د اعتراف له ترلاسه کولو څخه وروسته امارتي تثبیت شوه او د څېړنو د بشپړولو او مرکزي کمېسیون ته یې د دوسیې د استولو په منظور لازمې لارښوونې وسپارل شوې.

د کندز ولایت د مرکز د کوته ګرد غیرپلانې د استوګنې ساحې دوسیه چې ۷۰ جریبه ځمکه په کې شامله ده هم په دغې ناسته کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او دغې برخه کې معلوماتي استعلامونه وویشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS