په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د ثبت کتابونه، جوازلیکونه، رسميسټې، لوحې او نور اړين سندونه بررسي کړل.
پلاوي د ياد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د هغو متصديانو ته یې د موجودو نيمګړتياو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه لازمې توصيې وکړې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو متصديانو هم خپلې شته ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.