په کندز ولایت کې د عامه څړځای څه د پاسه ۸۶ زره جریبه ځمکې بررسي او تثبیت
د کندز او سمنګان ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د یادو ولایتونو د واليانو د مرستیالانو په مشرۍ د جمادي الاول میاشتې په ۲۱ نېټې د سه شنبې په ورځ د کندز ولایت، چهاردرې ولسوالۍ د خیرآباد دښتې ته سفر وکړ او د دغو دوو ولایتونو د پولو ترمنځ د څړځای له ساحې چې د یادو ولایتونو د مالدارانو تر شخړې لاندې ده، لیدنه او بررسي ترسره کړه.
په دغې ساحه کې د عامه څړځای څه باندې ۸۶ زره جریبه ځمکه شامله ده او د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د کیشانیانو او کاکړو قومونه او د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ مالداران په هغې دعوا لري.
د یادو ولایتونو تخنیکي هیئتونو تر شخړې لاندې ساحې له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته پریکړه وکړه چې پر ساحې باندې ودانې شوي خونې ویجاړې شي او د څړځای ساحه د هغې لومړني حالت ته وګرځول شي او یاد هیئتونه هم خپلې بررسۍ او څېړنې بشپړې کړي او دوسیه یې مرکزي کمېسیون ته واستوي.
دغه راز یاد هیئتونو پریکړه وکړه چې دغو دوو ولایتونو ترمنځ د پولي ټکو د تعیین موضوع ذیصلاح مقاماتو ته وړاندیز شي او مالداران خپلو یورتونو څخه د پخوا په شان ګټه پورته کړي.
