په کاپیسا ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۲۳
.

 د کاپیسا ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۹ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست په مقر کې جوړه کړه.

په ياده ازموینه کې د ولایت د مقام  او استيناف محمکې استازو هم ګډون درلود او د عدلیې ریاست مسؤلينو په‌کې ګډونوالو ته د ازموينې د پروسې د شفاف والي ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د عريضه ليکنې د فعاليت قانوني جواز به په شرایطو برابرو عریضه ليکونکو ته ورکړل شي.

 

د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې رياستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه ليکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلی، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډول جواز وويشل شي او هم د خلکو په کارونو کې اسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS