په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۱:۲۰
.

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۶ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکيلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور موضوعات تر بررسي لاندې ونيول شول.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د لرې کولو په برخه کې یې اړوندو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په دغه ولایت کې د شعبان د مياشتې په ۱۶مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د کندوز ښار په پنځمه ناحيه کې د معاملاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۵
Background image

د کنړ ولایت دعدلیې رياست او یو شمېر عريضه ليکونکو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د کنړ ولایت د عدلیې رئیس، مولوي روح الله روحاني د شعبان د مياشتې په ۱۶ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت له یو شمېر عريضه ليکونکو سره د عدلیې رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۴۸
Background image

په پکتيا ولایت کې له ۹ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګرديز ښار کې له ۹ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او. . .

BACK TO NEWS