په کابل ښار کې د ۲۵ دارالوکالو بررسي او څارنه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۴:۱۹

د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو د څارنې پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷ نېټې د چهارشنبې په ورځ په کابل ښار کې د مدافع وکیلانو او دارالوکالو د فعالیت له څرنګوالي څخه بررسي او څارنه ترسره کړه.

د یادې بررسۍ په ترڅ کې د کابل ښار په دوه یمې ناحیې کې ۲۵ دارالوکالې بررسۍ او څارنې لاندې ونیول شوې او له دغې جملې څخه ۳ دارالوکالې په دغه دلیل چې د هغوی لوحې د هغوی د جوازلیکونو مطابق نه وې او یا هم غیرمسؤل کس په هغې کې فعالیت درلود، وتړل شوې او د ځواب وړاندې کولو په موخه د هغو متصدیان عدلیې وزار ته وغوښتل شول.

دغه راز یو شمېر دارالوکالو ته چې د هغوی د فعالیت ناحیه او یا هم د هغوی مهر د هغوی  د جوازلیکونو مطابق نه وې، توصیه وشوه چې ژر تر ژره د یادو ستونزو لرې کولو له پاره عدلیې وزارت ته مراجعه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS