په پکتیا ولایت د موټر پلورنځيو د یوه دفتر تړل کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۵:۴۶
.

د پکتیا  ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفر المظفر د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د مرکز ګردیز ښار اړوند له ۱۳ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یو موټر پلورنځی د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شو او د پاتې نورو موټر پلورنځيو متصديانو ته د سټو او د ثبت د نويو کتابونو او د جعلي سټو له ګټې اخیستنې څخه د ډډې کولو په اړه لازم معلومات وړاندې شول او همدرانګه د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.

د پکتیا  ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې له موټر پلورنځيو په دوامداره توګه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونیسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS