په پکتيا ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د ۱۱ دفترونو نظارت کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۲:۲۰
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د شعبان د میاشتې په ۱۷ مه نېټه د يکشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز ګرديز ښار په دوهمه ناحیه کې، د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
مؤظف پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او د یادو معاملاتو لارښوونې د دفترونو نور سندونه بررسي کړل.
د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې یو دفتر د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شو او د معاملاتو لارښوونې د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .

BACK TO NEWS