په پروان ولایت کې د څه باندې ۲۰۰ جریبه ځمکو بررسي کېدل

د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت، د ربیعالاول د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د غصب شويو ځمکو د بررسۍ په موخه د یاد ولایت د غوربند د سياه ګرد ولسوالۍ ته سفر وکړ.
تخنیکي هيئت د دغه سفر په ترڅ کې د غوربند د سياه ګرد ولسوالۍ په سرخي کلي کې د ۱۱۲۴، ۱۱۲۵ او ۱۱۲۶ کادستري قطعو اړوند ۲۱۷،۴۷ جریبه ځمکې سکېچ کړې.