په پروان ولایت کې د لېږدونکو وسایطو د ۱۲ پلورنځیو نظارت کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۹:۴۱
.

د پروان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د محرم الحرام د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د شنبې په ورځ، د یاد ولایت د لېږدونکو وسایطو یو شمېر پلورنځيو او د هغو حرفوي منځګړو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې، د لېږدونکو وسایطو ۱۲ پلورنځي نظارت او بررسي شوو او مسؤولينو ته یې د چارو د ښه والي او شته نيمګړتياوو لرې کولو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په دوامداره توګه د معاملاتو لارښوونې له دفترونو، د لېږدونکو وسایطو له پلورنځيو او د هغو حرفوي منځګړو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS