په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
.

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د دغو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول.

نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې د یادو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې هم مشخصې کړې او د ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه یې د یادو دفترونو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.

د هرات د عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS