په نیمروز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه جوړه شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۴:۴۵
.

 په نیمروز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول لپاره ګډه کمېټه د ربیع الاول د مياشتې په ۳۰مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او د نورو امارتي ادارو د استازو په عضویت جوړه شوه.

په دې کمېټه کې د ښاروالۍ، استخباراتو، امنیې قوماندانۍ او د حکمونو او فرمانونو د تعقيب او نظارت، د کور او ښار جوړولو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياستونو استازي عضویت لري.

یادې کمېټې په خپلې لومړنۍ ناسته کې د کورونو د کرایو د زیاتوالي او د هغو د کنټرول څرنګوالي په اړه بحث وکړ. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې په نیمروز ولایت کې د کور د کرایې له زیاتوالي څخه د خلکو شکایتونه دې د عدلیې ریاست لخوا ترلاسه او په کمېټه کې دې ورته رسیدګي وشي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل ولایت د استيناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، محترم مفتي ضياء الحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د کابل ولایت د استيناف محمکې رئيس، محترم مفتي ذبیح الله ساجد سره په یوې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۰
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره وکتل

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد «محمد طلحه» د یو پلاوي په مشرۍ پکتيا او خوست ولایتونو  ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره یې د همغږۍ جلا جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۴
Background image

په کنړ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کنړ ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د شوال د مياشتې په ۲۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، اسعد آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

نظارت. . .

BACK TO NEWS