په نیمروز ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۵۸
.

 د نیمروز ولایت عدلیې رياست د شوال د مياشتې په ۱۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه جوړه کړه.

په يادې ازموينه کې چې دعدلیې رياست مسؤولینو ترې څارنه کوله ګډونوالو ته د ازموينې د پروسې د شفاف والي ډاډ ورکړ او ټينګار یې وکړ چې عریضه ليکونکي دې د جواز له اخیستو وروسته خپل فعاليتونه د اصولو او قوانينو په رڼا کې ترسره کړي.

په یاده ازموينه کې چې د عدليې رياست او د نورو سيمه ایزو ادارو استازو ترې څارنه وکړه، د فعالیت د جواز ۱۳ تنو غوښتونکو برخه اخيستې وه.

د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډ‌ول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د هرات ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او د حقوقي مرستو ریاست نوي رئیسان چې د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د محرم‌الحرام د مياشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رياست د درېیمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د. . .

BACK TO NEWS