په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر اتحادیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د میاشتې په ۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د صرافانو، جامو پلورنکو، لاس پلورنکو او زرګرانو له اتحادیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
په دغه نظارت کې د یادو اتحادیو د فعالیت جوازونه، مهرونه، رسمي کتابونه، د اجراآتو راپورونه او نور اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې یې د هغو په کاری چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې شوې. نظارتي پلاوي، د یادو اتحادیو مسؤولینو ته د دغو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وړاندې کړې.
د ننګرهار د عدلیې رياست په دغه ولایت کې له اړوندو برخو څخه په منظم ډول نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنیوی وشي.
