په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه د غيرقانوني فعالیت له امله وتړل شول

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي ربیع الاول د مياشتې په ۳۰ مه نېټه د سهشنبې په ورځ، د دغه ولایت مرکز، جلال اباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د ثبت کتابونه، جوازلیکونه، رسميسټې، لوحې او نور اړين سندونه بررسي کړل.
پلاوي د ياد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل او د پاتې نورو دفترونو متصديانو ته یې د موجودو نيمګړتياو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه لازمې توصيې وکړې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو متصديانو هم خپلې شته ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.