په ننګرهار ولایت کې د خيریه بنسټونو یو شمېر دفترونه تر نظارت لاندې ونيول شول

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۱:۰
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیع الاول د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې د خيريه بنسټونو یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت او بررسۍ په پایله کې، د خيريه بنسټ یو دفتر د غير قانوني فعالیتونو له کبله وتړل شو او د پاتې نورو، د خيريه بنسټونو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياوې د اصلاح او د کاري چارو ښه‌والي په موخه لازمې توصیې وشوې.

د ننګرهار ولایت، عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د خيريه بنسټوتو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵
Background image

په لغمان ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي په تېرو دوو ورځو کې، په دغه ولایت کې له ۱۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۳
Background image

په هرات ولایت کې د عریضه‌لیکونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه زده‌کړیزه برنامه جوړه شوه

 د هرات ولایت د عدلیې ریاست د رجب‌المرجب د میاشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د هرات ښار یو شمېر عریضه‌لیکونکو ته د عریضه‌لیکنې د اصولو تر عنوان لاندې زده‌کړیزه برنامه جوړه کړه.
په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۴۰
Background image

د عدلیې وزیر خلکو ته په اخلاص سره پر کار او خدمت کولو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د یاد وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې د دغه وزارت هر کارکوونکی او مسؤول دې په اخلاص سره خلکو ته د خدمت. . .

BACK TO NEWS