په میدان وردک ولایت کې د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې د څه باندې ۸۱۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۳:۲۳
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت له والي، قاري بختیار معاذ سره یوه ناسته جوړه کړه او د یاد هیئت دوه میاشتنی کاري راپور یې نوموړي ته وړاندې کړ.

یاده ناسته د شعبان د میاشتې په ۱۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د میدان وردک ولایت په مقام کې جوړه شوه. د یاد ولایت والي ته د  تخنیکي هیئت د وړاندې شوي راپور له مخې،  په میدان وردک کې د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې  ۸۱۰۵ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوې ده.

دغه راز د یاد راپور په اساس د ۲۶ زرو ۹۶۵ جریبو نورو ځمکو دوسیې د وروستۍ پریکړې په موخه مرکزي کمېسیون ته استول شوي دي.

په دې ناسته کې د یو لړ نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او په دې برخه کې لازم تصمیم ونیول شو. دغه راز هیئت خپلې کاري ستونزي او خنډونو د میدان وردک له والي سره شریک کړل.

د میدان وردک ولایت والي د تخنیکي هیئت د فعالیتونو په قدردانۍ له یاد تخنیکي هیئت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵
Background image

په لغمان ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي په تېرو دوو ورځو کې، په دغه ولایت کې له ۱۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۳
Background image

په هرات ولایت کې د عریضه‌لیکونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه زده‌کړیزه برنامه جوړه شوه

 د هرات ولایت د عدلیې ریاست د رجب‌المرجب د میاشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د هرات ښار یو شمېر عریضه‌لیکونکو ته د عریضه‌لیکنې د اصولو تر عنوان لاندې زده‌کړیزه برنامه جوړه کړه.
په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۴۰
Background image

د عدلیې وزیر خلکو ته په اخلاص سره پر کار او خدمت کولو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د یاد وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې د دغه وزارت هر کارکوونکی او مسؤول دې په اخلاص سره خلکو ته د خدمت. . .

BACK TO NEWS