په فاریاب ولایت کې څه باندې د ۴۹ زره جریبه ځمکې تثبیت

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۰:۳۴

د فاریاب ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول د میاشتې په ۵ نېټې د یکشنبې په ورځ د فاریاب ولایت د عدلیې رئیس محمد حنیف منیر او د دغه هیئت د غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې ۴۹ زره او ۳۸۵ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه.

په دغې ناسته کې، د دولت آباد او قرمقول ولسوالیو ترمنځ د ځنګل ساحې د ۴۵ زره او ۳۳۵ جریبه ځمکې، په دولت آباد ولسوالۍ کې د مهاجرینو د چارو د ریاست د ۴ زره جریبه ځمکې او په قرمقول ولسوالۍ کې د ۵۰ جریبه سیلابي ځمکې دوسیې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او یادې ځمکې تشخیص او تثبیت شوې او پریکړه وشوه چې یادې شوې دوسیې د وروستي تصمیم نیونې په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ د ملکیت د غصب، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ملکیت د ۲۵ جریبه ځمکې د غصب او د دغه ولایت په دریمې ناحیې کې د ښاروالي د ملکیت  د ۳۶۰۰ متر مربع ځمکې د غصب موضوع بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او پریکړه وشوه چې هیئت د سه شنبې په ورځ یادو ساحو ته ولاړ شي او له نږدې څخه له غصب شویو ساحو لیدنه او بررسي ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS