په عدلیې وزارت کې ثبت شويو خيريه بنسټونو د بغلان او تخار ولایتونو له سیلاب ځپلو سره څه باندې ۵۶ میلیونه افغانۍ مرستې کړي
د افغانستان اسلامي امارت په عدلیې وزارت کې ثبت شویو خیریه بنسټونو د بغلان او تخار ولایتونو له سیلاب ځپلو سره کابو ۵۶ ميليونه ۱۳۲ زره او ۷۲ افغانۍ مرستې ترسره کړي دي.
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت له دې وړاندې په یاد وزارت کې له ثبت شويو خیریه بنسټونو او اتحادیو څخه غوښتلي وو چې د بغلان او تخار ولايتونو له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.