په سمنګان کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۲۴
.

 د سمنګان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د تېرې اونۍ په ترڅ کې د دغه ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
د ياد نظارت په ترڅ د معاملاتو لارښوونې دفترونو په چاروکې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې شوې چې د لرې کولو په موخه د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وشوې.
د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS